امنیت

يوه کوچنۍ نجلۍ په غزني کې ووژل شوه.

کابل – باختر دسلواغۍ دوه ويشتمه :
يوه کوچنۍ نجلۍ دغزني ښار د دويمې ناحيې په ګنج سيمه کې په ډزو سره ووژل شوه.دپوليسو يو منسوب چې دخپل نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه وويل : دغه کوچنۍ نجلۍ تيره شپه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ووژل شوه.
دغزني ولايت دملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت باختر آژانس ته وويل : چې ددغې نجلۍ مړى تيره شپه روغتون ته ليږدول شوې .
همت زياته کړه چې دغه نجلۍ په سرکې دګولۍ دلګيدو له امله وژل شوې ده.
دغزني ولايت دښځو دچارو رييسې شکريې ولي رسنيو ته ويلې دى چې دغه نجلۍ دهوايي ډزو له امله وژل شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته