خبرونهاقتصادTOPټولنه

د خوست له سپېرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا پورې ۲۰ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د خوست له سپېرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا پورې ۲۰ کیلومتره سړک د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او نن د خوست د والي ملا بسم الله عبدالله او یو شمېر نورو ادارو د رئیسانو او مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
خوست والي ملا بسم الله عبدالله وویل ، چې دغه سړک د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت په خام ډول رغول شوی او مېشتو ولسونو ته ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به یاد سړک په اساسي توګه ورغول شي.
نوموړي د قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې په ټولنه کې د شته بدبختیو د له منځه وړلو په موخه خپل اسلامي او انساني مسوولیت ادا کړي، خپل منځيني یووالی وساتي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو په خپلو خبرو کې د یاد سړک د رغونې له امله د اسلامي امارت د مشرانو او د خوست له والي څخه مننه وکړه، چې یادې ستونزې ته یې رسېدنه وکړه.
دوی وویل چې د خوست او پکتیکا ځدراڼ مېشت ولسونه نږدې اړیکي لري او د یادې لارې رغول به د مېشتو ولسونو تر منځ د اړیکو په لا پراختیا او ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته