امنیت

نور الحق علومي : امنيتي ځواکونه دډار اچوونکو دځپلو لپاره پوره تيارى لري .

-کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي دبريتانيا دځمکنيو ځواکونو دلوى قوماندانۍ له درستيزوال جنرال نک کار ترسره وکتل .
دکورنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دواړو لورو دتروريزم  او نشه يي توکو پرخلاف دګډې مبارزې او دملي پوليسو دځواکونو دروزنې اوملاتړ په لاره کې  ددوه اړخيزوهمکاريو او داړيکو دټينګښت په باب  خبرې وکړې .
دکورنيو چارو وزير  دافغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره په تيره بيا دتروريزم او دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې ، سمبالولو او ملاتړ په برخه کې دانګلستان هېواد دهميشنۍ همکارۍ له امله قدرداني وکړه اوزياته يي کړه چې دغه هېواد په تيرو پنځلسو کلونوکې دنشه يي توکو دکرکيلې او توليد پرخلاف دمبارزې او دهغو دقاچاقو دمخنيوي په لاره کې  دکورنيو چارو له وزارت سره ديادونې وړ همکارۍ  کړې دي .
دغه راز دکورنيو چارو وزير دهېواد امنيتي حالت ته په اشارې  سره  وويل چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس  د ډار اچوونکو ډلو دټکولو لپاره لازم تيارى  لرى .  او دظرفيتونو دلوړولو دچلنجونو دڅيړنې او په بيلابيلو برخو کې دنيمګړتياو دلرې کولو په باب دکورنيو چارو  له وزارت سره کار شوى دى .
په همدې حال کې دبريتانيا دځمکنيو ځواکونو دلوى قوماندانۍ درستيزوال نک کارتر  دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه له کاري پروګرامونو په  تيره بيا  دتروريزم پرخلاف  دمبارزې او دافغانستان دملي پوليسو دروزنې په برخه کې دملاتړ په اعلامولو سره وويل  چې دانګلستان دولت له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ کې دافغانستان ددولت تر څنګ ولاړ دى او تر هغه وخته پورې چې اړتياوي دافغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره دغوڅ ملاتړ دماموريت په چوکاټ کې په همکاريو ته دوام  ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته