ابل / د لړم ۲۳ مه / باختر
د حقاني شبکې څلور غړي پرون د پکتیکا په برملې ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند نن باختر آژانس ته وويل: افغان پوځيانو د حقاني شبکې څلور غړي د پکتيکا د برملې ولسوالۍ په شرمت خېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمې د برید په وخت کې ووژل.
مومند زياته کړه: په پېښه کې د یادې ډلې ٦ نور غړي ټپيان شول او د هغوی يو موټر، يو زيکو-يو او يوه قرارګاه له منځه يوړل شوه.
پاى \ ذ