سیاست

څه ناڅه يوسلو شپيته زره تنو په پروان کې نومونه ثبت کړل

 کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٥نيټه :
تر اوسه پورې يوسلوشپيته زرو تنو په  پروان ولايت کې د رايي ورکولو په مرکزونو کې نومونه ثبت کړي دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  ددغو کسانو په منځ کې پنځوس زره تنه يې ښځې  دي  .
د پروان  ولايت دانتخاباتو د دفتر رييس عبدالقاهر وهاب  وويل  چې داختر له ورځو پرته خلک کولاى شي  دولسواليو په کليوکې  د جنګاښ ترپنځمې نيټې پورې خپل نومونه ثبت کړي.
دا په داسې  حال کې ده  چې په اوس وخت کې په پروان کې دوه ديرشو تنو ولسي جرګې ته ځانونه کانديد کړي دي  چې يوولس تنه يې ښځې دي او دولسواليو دشوراګانو لپاره  د دغه ولايت له ولسواليو څخه څه دپاسه دوه سوه تنو ځانونه کانديد کړي دي.
پا ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته