کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
په جوزجان کې سلګونو ښځو نن له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغو جوزجانۍ مېرمنو د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په هر اړخيز ملاتړ سره وويل چې بيا تېر تورتم ته نه ستنېږي او که په هېواد کې سوله ټينګه نه شي؛ چمتو دي د خپلو وينو تر وروستۍ څاڅکې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو په غوڅ ډول دفاع وکړي.
ختم-ج-ا