نړۍ

دولس تنه غيرقانوني مهاجرين چې يونان ته روان وو ، بيدرکه شول

آتن دايران دولتي خبري آژانس باختر دسلواغې دمياشتې ١
په ايجن سمندرګي کې دغير قانوني مهاجرينو دسپرلۍ بيړۍ د ډوبيدو له  امله ١٢ تنه غيرقانوني مهاجرين  ډوب شول .
باختر آژانس دايران د دولتي خبري آژانس له  خولې خبر راکړ :
ديونان ساحلي ګارد  د شپاړلسو تنو مهاجرينو په  ژغورنې بريالي شوي دي خو
د دولسو تنو نورو د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
ددغه خبرله مخې  :  دايجن سمندرګي  په  اوبو کې د  دولسو  تنو بيدرکه شويو مهاجرينو دموندلولپاره پلټنې دوام لري.
ژغورل شوي کسان دسوريې اتباع دي  ددغو مهاجرينو دسپرلۍ کوچنۍ بيړنۍ
د ترکيې له يوه  بندر څخه   روان شوې  وه .
ترکيه اروپا ته  د  رسيدو لپاره د غير قانوني آسيايي او فريقايي مهاجرينو لپاره   يو مهم تګلورى  بلل کيږي..
هغه غيرقانوني مهاجرينو چې له  افريقا او له منځي  ختيځ څخه سفر کوي  زياتره نيول کيږي او په  ايجن سمندرګي کې دبيړيو ډوبيدل په عادي کار بدل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته