خبرونهاقتصادټولنه

د جوزجان د پاسپورټ مدیریت تېر کال څه باندې ۱۴۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د جوزجان د پاسپورټ مدیریت له لوري د تېر کال په لړ کې د څه باندې ۲۴ زره پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۱۴۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د پاسپورټ مدیر قاري نجیب الله حیدري باختر آژانس ته وویل، چې تېر کال یې په دغه ولایت کې ۲۴ زره ۴۸۰ جلده پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۱۴۱ میلیونه، ۲۱۸ زره او ۲۰ افغانۍ عواید هم د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
حیدري زیاته کړه، چې اوسمهال هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډوله روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته