خبرونهټولنه

د تېر نظام د سرتېرو د کورنیو یتیمانو ته خپل حقوق ورکول کېږي

 کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې ۶ زرو معلولینو چې د تېر نظام سرتېري او ملکي وګړي دي، خپل حقوق یې ترلاسه کړي دي.

د یاد ریاست مشر مولوي لعل باز د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د اسلامي امارت (۲۵۰) معلولین هم نوي ثبت شوي او له حقوقو برخمن شوي.

د رییس په خبره، په ننگرهار کې (۲۶۰۰۰) د تېر نظام سرتېرو د یتیمانو کورنۍ چې په تېر کې یې ثبت نام شوي، اسناد یې طی مراحل کېږي او ژر به له حقوقو برخمنې شي.

د رییس د څرګندونو له مخې؛ (۴۰۰۰) نوي یتیمانو کورنۍ چې د موجوده نظام اسلامي امارت د سرتېرو د یتیمانو کورنۍ هم ثبت شوي چې اسناد یې طی مراحل کېږي او ډېر ژر به له خپلو حقوقو برخمنې شي.

هغه پر ملي سوداګرو او شتمنو غږ وکړ چې په هېواد کې د اړمنو، بې وزلو او یتیمانو لاسنیوی وکړي

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په تېرو څو لسیزو کې زرګونه کورنۍ بې سرپرسته شوې دي چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته