اقتصاد

د تيلو او اوبلن ګازو له واردونکوسره مشورتي غونډه وشوه

کابل / د تلې٢١مه / باختر:
د صنعت اوسوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د نفتي توکو او اوبلن ګازو له واردونکو او سوداګرو سره په غونډه کې په هېواد کې د تيلو او اوبلن ګازو د بيو د لوړوالي په اړه خبرې وکړې.
د باخترآژنس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د صنعت اوسوداګرى وزارت سرپرست د تيلو او ګازو د بيو د لوړ والي په اړه د خلکو او دولت انديښنې څرګندې کړې او ويې ويل ؛ چې د بيو د کمښت په خاطر به اساسي ګامونه واخيستل شي.
دغونډې برخه والو د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د بيې لوړوالى د تيلو او اوبلن ګازو د نړيوالي بيې لوړوالى او په نړۍ کې د کرونا له محدوديتونو وروسته تيلو او ګازو ته زياته غوښتنه د هېواد په بازارونو کې د بيو د لوړ والي اصلي عامل وباله او دغه راز خپلې ستونزې يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست وويل؛ زموږ لومړيتوب د ناسالمې سيالۍ مخنيوي او سوداګرو د ستونزو حل کول دي.
هغه څرګنده کړه چې د دغو مسئلو په اړه په کابينه کې خبرې دوام لري او د سوداګرو ستونزې يو په بل پسې حل کېږي.
دغه راز په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د سوداګرو د هڅونې او هغوى ته د پاملرنې لپاره هېواد والو ته د يما پتروليم دغير نقدي مرستو او د نورو شرکتونو په نسبت په ارزانه بيه د نفتي توکو د وړاندې کولو په خاطر د يما پتروليم تجارتي شرکت وستايه،.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته