خبرونهامنیت

د تورخم ګمرک مسوولينو ۱۵۲ کيلو ګرامه درمل او يوه اندازه قيمتي او نيمه قيمتي تيږې نیولې دي

کابل، د کب ۶ مه، باختر

د تورخم ګمرک امر انجينر رفيع الله پاچا خان باختر آژانس ته ویلي، چې امنیتي مسولینو هغه ۱۵۲ کيلو ګرامه طبي درمل، چې په غير قانوني ډول افغانستان ته راانتقالېدل، نيولي دي.

د نوموړي په وينا؛ دغه درمل په يوه لارۍ کې ځای پرځای شوي و او غوښتل يې پرته له مالياتي ټکس څخه يې افغانستان ته را انتقال کړي، چې د مسوولينو له لوري د پلټنې پرمهال نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې؛ د ياد ګمرک مسوولينو د پلټنو پر مهال په يوه لارۍ موټر کې ۶ پاکټه ۴،۴ کيلو ګرامه نيمه قيمتي او په ۲ نورو موټرو کې ۶۲،۸ کيلو ګرامه قيمتي او نيمه قيمتي او سنګ تالک تیږې په کې بار وې، کشف او نيولې دي.

د تورخم ګمرک مسوولين وايي؛ هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې هېواد ته غير قانوني توکي را وارد او يا قاچاق کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته