کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نن د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډون له پنځو موسسو سره د يو ميليون او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د يادو هوکړه ليکونو د لاسليکولو پرمهال وويل چې ځوانانو ته د کار او زده کړو زمينې برابرولو په موخه د دغې ادارې له لوري ګړندۍ هڅې روانې دي.
د نوموړي په وينا د دغو هوکړه ليکونو له مخې به په مختلفو ولايتونو کې ګڼ شمېر کسانو ته د تحصيلي بورسونو، انګليسي، کمپيوټر، موبايل جوړولو، خياطي، کلچه پزۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د همکاريو د هوکړه ليک پر لاسليکولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند د اوسپنې پټلۍ انستيتیوت تدريسي چارو کې لا ښه والی رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څه موده وړاندې د هېواد په کچه هغه مجاهدينو ته، چې د جهادي بوختياوو له کبله ترې زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې د زده کړو بشپړولو لړۍ هم پيل کړې وه.