کابل باختر د زمري نهمه :
داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دملي امنيت دشورا ددفتر دمعاونيت دسرپلټونکي ډګر جنرال خدايداد هزاره په مشرۍ دوسله وال پوځ داعلي سرقوماندانۍ استازي دمارشال محمدقسيم فهيم پوهنتون دګارنيزيون دقوماندان ډګروال محمد مقيم سيد خيلي پوښتنې ته ورغلل .
دمارشال محمد قسيم فهيم پوهنتون دګارنيزيون قوماندان دسردار محمد داود خان په روغتون کې دعلاج او درملنې لاندې دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه پوښتنه دهېواد دوسله وال پوځ داعلي سرقوماندان محمد اشرف غني په لارښوونه ترسره شوه .
استازو په دغه روغتون کې دبسترو ټپيانو او دډګروال سيدخيلي په علاج او درملنه کې ددغه روغتون دروغتيايي منسوبينو دپاملرنې غوښتنه وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ