خبرونهاقتصادټولنه

د تالقانو ښاروالۍ په تېرو ۶ میاشتو کې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۱۴ مه، باختر

د تخار د تالقانو ښاروالۍ ریاست د روان ۱۴۰۲ کال د لومړیو ۶ میاشتو د عوایدو او لګښتونو حساب د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسوولینو او خلکو ته وړاندې کړ.

د تخار د تالقانو ښاروال قاري نقیب الله محمد الله د لومړیو ۶ میاشتو د حساب ورکونې په غونډه کې ویلي چې یادې ښاروالۍ د په دغه موده کې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

هغه ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د ښاري حکومتوالۍ، پرمختیايي، پاکوالي او لرغونتیا په برخه کې به د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي او د ښاري حالت د ښه والي لپاره به کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته