سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته له رسمي سفر وروسته بلخ ته تللی

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ترکمنستان ته له رسمي سفر څخه وروسته د بلخ په بهرنیو چارو ریاست کې د دغه ولايت له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ترکمنستان ته سفر د ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړیکو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل چې له ترکمنساتي چارواکو سره د دواړو لوریو ترمنځ د ټاپي او د لاجورد لار د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
نوموړي د بلخ ولايت سیمه ییزو مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو هېوادوالو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې د بلخ مسوولینو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده چې
د کارونو د پرمختګ په موخه یې ورته مهمې سپارښتې وکړې او مشورې یې ورسره شریکې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته