کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
د بغلان د ملی راډیوټلویزیون خپرونې چې د تخنبکي عوارضو له امله بند شوى و بیا په خپل خپرونې پیل کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې، د بغلان د ملی راډیو تلویزیون آمر مولوی سمیع الله یاسر نعماني وویل: د بغلان د ملی راډیوتلویزیون خپرونې چې د تخنیکی عوارضوله امله بند شوى و د ترانسمیتردستګاه په ترمیمولواوفعالېدو سره بیا خپل خپرونې پیل کړ.
د بغلان ولایت د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولوی اسد الله مصطفي هاشمي د بغلان د ملی تلویزیون د ترانسمیترد ترمیمولوپه خاطر له مرکزڅخه د استول شوی تخنیکی تیم له هلوځلوڅخه مننه وکړه اوپه ټولنه کې د مطبوعاتواود تصویری رسنیورول اوځای مهم وباله او د شریعت او سنت پربنسټ د خپرونوپه وړاندې د بغلان د ملی رادیوتلویزیون د کارکوونکودندې اومکلفیتونه ډیرمهم وبلل.
هغه د خپرونوچارود ښه والی اود اسلامی شریعت په رڼا او د اسلامی شریعت اود اسلامی امارت د کاری پروګرامونو په رڼا کې د ښوونیزو پروګرامونو په خپرولو ټینګاروکړ
ج-ا