امنیت

د دولت ٣٢ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٩
دملي دفاع وزارت دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې د ٣٢ تنو تروريستانو د وژلو خبر ورکړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر په يوه خبرپاڼه کې چې نن يې رسنيو ته ليږلې ده ليکلي دي ،په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو او دامنيتي ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې د ډار اچونکو دځپلو په مقصد ترسره شول ٣٢ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول – ٢٨ تنه ټپيان او يو تن يې ونيول شو .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي دبدخشان ولايت د ارکو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ١٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول،٥ تنه ټپيان او يو تن بل ونيول شو.
دغه راز دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دبغلان ولايت د ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٣ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د روزګان ولايت دچنارتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو وسله وال مخالف ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته