کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
د پلخمري ښار د حضرت عمر فاروق د لېسې د فوټسال لوبډلې په بغلان کې د ښوونځيو د فوټسال د لسو لوبډلو ترمنځ د پيل شویو سياليو د اتلولۍ جام وګاټه.
د بغلان ولايت د ورزش آمر قاري محمد امير اميري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د پوهنې فوټسال ورزشي سیالۍ چې یوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ورزشي آمریت تر نظر لاندې پيل شوې وې، د حضرت عمر فاروق لیسې د فوټسال ټیم په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.
ع