ورزش

دهيواد دکرکټ ملي ټيم دصحرا جام دسياليو اتل شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
دافغانستان دکرکت ملي ټيم دايرلند دکرکټ ملي ټيم ته په ماتې ورکولو سره دصحرا جام دشل اوريزو سياليو اتل شو.
دصحرا جام د وروستي پړاو لوبه تيره شپه ددغو دوو ټيمونو ترمنځ ترسره شوه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دې پړاو کې توپ وهنه لومړى دايرلند ټيم پيل کړه چې په څوارلسو اورونو کې او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې يو اويا منډې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته هدف وټاکه او دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دلسو ويکټو په لرلو او په اتم اور کې دوه اويا منډې ترسره کړې او دغه پړاو ګټوونکى شو او دصحرا جام دشل اوريزو سياليو اتلوالۍ يې وګټله.
ديادونې وړ ده چې په دغه پړاو کې محمد شهزاد او نوروز منګل ښه وځليدل دصحرا جام شل اوريزه سيالۍ دعربي متحده اماراتو په کوربه توب له يوې اوونۍ راپه دې خوا په دوو ګروپونو کې داتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې چې دافغانستان ټيم په الف ګروپ کې دايرلند ،عربي متحده اماراتو ناميبيا ټيمونو ته ماتې ورکړه.
او نيمايي وروستي پړاوته لاره وموندله په دې پړاو کې يې دعمان ټيم ته ماتې ورکړه او وروستي پړاوته يې لاره وموندله او په وروستي پړاو کې يې تيره شپه دايرلند له ټيم سره لوبه وکړه او دايرلند د ټيم په ماتې ورکولو سره يې دصحرا جام دشل اوريزو سياليو اتل شو.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت او دباختر آژانس لوى رياست ددغې تاريخي بريا مبارکي دافغانستان ټول ملت ته وايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته