خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د برېښنا ریاست څه باندې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لیندۍ ۴ مه، باختر

د بغلان د برېښنا ریاست مسؤلین وايي، چې په تلې میاشتې کې یې څه باندې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان د برېښنا رییس ملا سردارولي حمزه وايي، چې د دغه ولایت برېښنا ریاست د روان کال په میزان میاشت کې له متفرقه خدماتو څخه ۱ میلیون ۳۶۸ زره ۲۴۴ افغانۍ او پلورل شوې برېښنا څخه ۳۶ میلیونه ۸۵۷ زره ۸۷۴ افغانۍ عواید تر لاسه کړي، چې ټولټال ۳۸ میلیونه ۲۲۶ زره ۱۱۸ افغانۍ  افغانۍ کېږي.

حمزه زیاته کړه چې په یاده موده کې یو شمېر نویو پېرودونکو ته مېټرونه وېشل شوي او د شبکې ګڼې برخې اصلاح شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته