کابل / د تلې ۱۳ مه / باختر
د بايسکل ځغلونې فدراسیون ۵ غړو د هېواد سویل ختیځ ولایتونو میدان وردګو، غزني، پکتیا، پکتیکا او لوګر ته د دریو ورځو په موده کې سفرونه وکړل.
د دغه فدراسیون غړی او بایسکل ځغلونکی محمد حلیم چې ۵۸ کاله عمر لري، باختر آژانس خبریال ته وویل: د بایسکل ځغلونې موخه د هېواد ولایتونو ته د سولې، امن او یووالي پېغام رسول دي .
د بايسکل ځغلونې فدراسیون غړو او ورسره د لوګر د ورزش آمر ولید ستانکزي د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس سره کتنه هم وکړه.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد صادق جان عاکف ولس ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ. عاکف زیاته کړه چې هرڅوک کولای شي په عادي ډول خپل ژوند پرته له کومې ویرې او ګواښ پرمخ یوسي .
عاکف له ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې او امنیت پیغام تر نړیوالو ورسوي.
په همدې توګه ستانکزي پر ځوانانو غږ وکړ، چې د ورځنیو چارو په مهال ویش کې ورزش ته هم یو څه وخت وقف کړي، ځکه ورزش د روغتیا او سلامتیا ضامن او له ناوړو کړنو انسان ژغوري .
د ورزش آمر ولید ستانکزي وویل چې د بایسکل ځغلونې فدراسیون د سفرونو موخه هېوادوالو ته د سولې پیغامونه لېږدول دي، چې زموږ هېواد د امن او سولې کور دی.
ستانکزي وویل چې په لوګر کې د بایسکل ځغلونې فدراسیون شته دی او ۲۵ غړي لري.
ن/ر