خبرونهاقتصاد

د ایران او افغانستان د سرحدي مسوولینو تر منځ په فراه کې د ابو نصرفراهي د سوداګریز بندر د بیا پرانیستلو موافقه وشوه

– کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر

په فراه کې پرون د شیخ ابو نصر فراهي بندر د مسوولینو او د ایران د ماهیرود بندر د مسوولینو تر منځ په ګډه غونډه کې چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر د ټرانزیټي لارې د بند پاتې کېدو او پرانیستلو او یو شمېر نورو سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر د کمیسارۍ سرپرست حاجي حنظله وویل، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر مسوولینو د ایران د ماهیرود بندر له مسوولینو سره د ځینو ستونزو په ځانګړي ډول د شیخ ابو نصر د ترانزیتي لارې د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وکړې. د فراهي بندر په ګډ بازار کې له افغان سوداګرو او کارګرانو سره ښه چلند وشو او په ایران کې د بار وړونکو موټرو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سرحدي اصولو او ښه ګاونډیتوب په رعایت یې موافقه وکړه.

له بلې خوا د ايران د ماهیرود بندر مسوولينو د شيخ ابو نصر فراهي بندر مسوولينو ته د دواړو هېوادونو تر منځ د شته سوداګريزو بندرونو د ستونزو د حل او د ښې سوداګرۍ د پراختيا ډاډ ورکړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته