روغتیا

دابن سينا په عاجل روغتون کې د ډاکترانو په وړاندې په ناوړه چلند نيوکه وشوه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
يو شمير خلکو دابن سينا په عاجل روغتون کې د ډاکترانو په وړاندې دځينو ناروغ لرونکو په ناوړه چلند او ورانکارو عملونو نيوکې وکړې .
تيره اوونۍ دابن سينا په عاجل روغتون کې ديوه متوفى يو شمير خپلوانو د ډاکترانو پرخلاف په ناوړو خبرو او اوتو بوتو سره چټيات وويل او آن په دغه روغتون کې يې ديوه روغتياپال او په يوه اجير دوهلو او ډبولو اقدام وکړ او د روغتون څو ښيښې يې ماتې کړې.
دوى ادعا کوله چې ناروغ يې د ډاکترانو دنه پاملرنې له امله وفات شوى دى .
خو دابن سينا دعاجل روغتون دنرسنګ مدير محمد سليم نسيم زاده دباختر آژانس خبريال ته وويل : يوځوان هلک چې له ماغزو څخه يې وينې بهيدې د ډاکترانو له زياتو هڅو سره سره وفات شو او د ده د ژوند په ژغورنه کې د ډاکترانو له خوا هيڅ راز بې پروايي او غفلت نه دى شوى .
يو ناروغ لرونکې چې دپيښې عيني شاهد و دباختر آژانس خبريال ته وويل کله چې دمتوفى خپلوانو دخپلې کورنۍ دځوان غړي دمړينې خبرترلاسه کړ سخته خواشينى شول .
ده وويل چې د دوى چلند دتوجيه وړ نه و او له شک پرته له هغه وروسته چې عادي حالت يې غوره کړ په خپل دغه چلند پښيمانه شول ځکه هيڅ ډاکتر دا  روا نه بولي چې ناروغ يې هغه هم يوځوان وفات شي.
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي هم دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې ددغه ځوان مړينه کورنۍ ته يې دزغم وړنه دى او دعامې روغتيا وزارت مشرتوب په داسې حال کې چې ددغه ځوان دمړينې له امله خواشينى دى خو د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو په وړاندې ناسم چلند غندي او يوځل بيا له ټولو ناروغ لرونکو څخه غواړي چې ددغه شان سفيرانو له سپکاوي او ډبولو څخه ډ ډه وکړي او هم دې روغتون ته دتاوان له اړولو څخه ډډه وکړي ځکه هيڅ ډاکتر او ان  د روغتونونو درهبرۍ هيئتونه د ناروغ په وړاندې بې توپيره نه وي.
محمد اسماعيل کاووسي څرګنده کړه چې متوفى خطرناکه ويروسي ناروغي لرله چې د ده له ماغزو څخه دوينې بهيدل بند نه شول او د ډاکتر له زياتو هڅو سره سره ناروغ مړ شو.
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس وويل چې دعامې روغتيا وزارت دمشرتابه هيئت په روغتونونو کې د ډاکترانو دامنيت دساتنې او مصوونيت په خاطر له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډ ډه نه کوي او يو ځل بيايې دهيواد له امنيتي بنسټونو څخه غوښتي دي چې په دې کار کې محتاط واوسي چې نور دغه شان سفيرانوته دخپل کار په ځاى کې سپکاوى ونه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته