ټولنه

د الکوزي شرکت په کابل کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې له ۱۰۰۰ بستریز روغتون سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل / د لیندۍ ۱۱مه / باختر
د الکوزي شرکت نن په کابل کې د ابن سینا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې له ۱۰۰۰ بستریز روغتون سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې د قرآن عظیم الشان ١٨٠٠ نسخې، ۲۰۰۰ کارټنه معدني اوبه، ٣٠٠ کارټنه غوړي، ۵٠ کارټنه بسکوېټ، ۵٠٠ کارټنه پوډر او صابون، ۵٠٠ بورۍ وريجې او ۵٠٠ بورۍ اوړه شامل دي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې خبري غونډه کې چې په یاد روغتون کې جوړه شوې وه، په پیل کې د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي، د دغو روږدو کسانو د راټولولو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د درېو اوونيو په بهیر کې د کابل له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو نږدې ۳۰۰۰ روږدي کسان راټول شوي او تر درملنې لاندې دي.
خوستي همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې روږدي کسان راټول او درملنه یې وکړي.
هغه زیاته کړه: روږدي کسان مجرمین نه دي، بلکې ناروغان دي. له دوی سره باید د ناروغانو په څېر چلند وشي او موږ باید د دوی او د هغوی د کورنیو ژوند وژغورو.
وروسته د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوي حسيب الله احمدي، د دغه معینیت د فعاليتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هڅو په پايله کې د درېو اونیو په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ روږدي کسان راټول شوي چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
دغه راز په دې خبري غونډه کې د ابن سینا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰۰ بستریز روغتون مسوول ډاکټر احمد ظاهر سلطاني، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د بهير په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغو کسانو لپاره درې پړاوونه (پوهاوي ورکول، بستري کېدل او درملنه) په پام کې نیول شوي دي.
هغه د باختر آژانس خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: د عامې روغتيا وزارت په ټول هېواد کې څه ناڅه ٨١ مرکزونه لري چې ١٤ يې په کابل کې دي او دوه يې د ښځو او ماشومانو لپاره دي چې يو يې ۱۰۰ او بل يې ۵٠ بسترونه لري.
په همدې حال کې ويناوالو، په نشه يي توکو له روږدو کسانو سره د الکوزي شرکت د مرستو مننه وکړه او له نورو مرستندويو بنسټونو څخه يې د مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ابن سینا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون اوس له ۱۰۰۰ بسترو څخه ۳۰۰۰ بسترو ته لوړ شوی دی.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته