کابل باختر د زمري دريمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن دانګلستان دانکشافي مرستو دنړيوالې ادارې DFID له مسوولينو کرس آستين او ليندي کامرون سره وکتل .
دماليي وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو دوارسا کنفرانس دبرياليتوب ، دبروکسل غونډې ته دتياري ، دپيسو دنړيوال صندوق په درې کلن پروګرام کې د افغانستان دشموليت ، دبروکسل کنفرانس ته دافغانستان دملي پرمختيا دچوکاټ دمحتوياتو دبروکسل کنفرانس داجندا او دفرعي کميټو دغونډو ،انکشافي پروژو و دخصوصي برخې دپياوړتيا ، له فساد سره دمبارزې ، دبودجې دلګښت ، عوايدو او دنورو مهمو مالي او اقتصادي مسئلو په باب خبرې وکړې
دماليي وزير وويل :دوارسا کنفرانس په برياليتوب سره جوړ شو او هيله ده چې دبروکسل کنفرانس هم افغانستان ته ښې نتيجې ولري .
ده دملي انکشاف دچوکاټ محتوياتو ته په اشارې سره وويل په دي سند کې دافغانستان لومړيتوبونه په پام کې نيول شوي دي چې دنړيوالې په همکارۍ به افغانستان په ځان د ډډې لګولو په لور پرمختګ وکړي
دانګلستان دانکشافي مرستو دنړيوالې ادارې مسوولينو په ځان ډډې لګولو ته دافغانستان درسيدو په لاره کې دخپلو اوږدمهالو مرستو ددوام ډاډ ورکړ .
0 1 دقیقه لوستل