کابل/ د ثور٨ مه/ باختر
نړیوالې او کورنۍ مرستندویه ادارې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دغو بنسټونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له څه باندې ۵ زرو اړمنو کورنیو سره مرستې کړې دي.
په دې مرسته کې خواړه، روغتيايي بستې او نغدې پیسې شاملې دي.
د دغو مرستو زياته برخه په پنجشیر او هلمند ولایتونو کې شوې ده چې نږدې ٢ زره کورنۍ د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راغلې دي.
د پنجشېر له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس احمد ضياء يزداني د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې دغه مرسته چې اوړه ، غوړي او وريجي پکې شاملې دي پر ١٠٠٠ اړمنو کورنيو ووېشل شوه.
د يو بل خبرله مخې؛ په هلمند، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، نورستان، نیمروز او لوګر کې څه دپاسه ٤ زره نورې اړمنې کورنۍ د نړیوالو او کورنیو سازمانونو لکه د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او له پيښو سره د مبارزې رياست د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راغلې دي.
په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین اړمنې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې د افغانستان له ۳۶ میلیونو وګړو څخه یې له نیمايي زيات بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
\ ذ