سیاست

دهرات او غور دسيمه ئيزو ادارو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دهرات او غور واليانو موافقه وکړه چې ددغو دواړو ولايتونو دسيمه ئيزو ادارو دمسوولينو ترمنځ د همکاريو کچه لوړه شي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي  او دغور والي غلام ناصر خاضع په دې وروستيو وختو کې په هرات ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې موافقه وکړه چې ددغو دواړو ولايتونو دبيا رغونې  او دچارو  دپرمختيا دبهير دپراخ بنسټه کولو او دغه راز دحوزې دامنيت دتامينولو  په کار کې دهرات ولايت له پاملرنې  وړ ظرفيتونو  څخه دګټې اخستنې په موخه دى .
ددغو  دواړو ولايتونو ترمنځ دهمکاريو کچه لوړه شي  په دواړو ولايتونوکې دډار اچونې دعواملو دټکولو او دامنيت له تامينولو سره دمرستې په موخه دهمکارۍ  دلارو چارو لټول  ددغې غونډې داجندا يوه برخه وه .
  دهرات والي دغه ولايت ته دغور دوالي دسفر هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ چې دهرات سيمه ئيزه اداره به دحوزې دولايتونو دپرمختيا په خاطر له خپل ټول توان او ظرفيت څخه استفاده وکړي .
دغه راز په دې  غونډه کې دهرات _ کابل دعمومي واټ دپخولو دکار په باب  چې دهېواد له مرکزي ولايتونو او غور څخه تيريږي هم خبرې وشوې . او ددغه واټ دجوړولو او پخولو دبهير له ګړندي کولو سره دمرستې په خاطر په ګډو هڅو باندې ټينګار وشو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته