سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست: په افغانستان کې ټول سودي معاملات منع کړل شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري، په بحرین کې «د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تېلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې» تر عنوان لاندې کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال ټول سودي معاملات منع کړل شوي او متعارف او سودي بانکونه د یوه پلان له مخې اسلامي بانکوالۍ ته اړول کېږي.

بدري زیاته کړې چې د افغانستان بانک ټینګه اراده لري چې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او  نړیوالو اسلامي مؤسساتو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره؛ د افغانستان بانکي او مالي سکتور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نور حرامو کړنو یې پاک کړي.

هغه ټینګار کړی چې بانکي تمویلات باید په هغو برخو کې وشي چې خلکو ته یې ګټه رسېږي او له افغانستان بانک سره د شریعت د مقاصدو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د بدري په وینا، هغه پروژې چې دندې رامنځته کوي؛ د فقر او بېوزلۍ کچه راکموي؛ ټولنیز – اقتصادي عدالت تأمینوي او د چاپېریال د ښه والي لپاره مؤثرې دي؛ باید زیاته پاملرنه ورته وشي او تمویلات ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست، د دوه ورځني کنفرانس په څنډه کې چې د روان میلادي کال د نوامبر په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بحرین کې جوړ شوی و؛ د یو شمېر نړیوالو مالي ادارو او د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رئیسانو او ډیپلوماتانو سره په جلاجلا کتنو کې، د بانکي موضوعاتو ترڅنګ؛ په افغانستان کې د شریعت له اصولو سره سم د اسلامي بانکوالۍ د تطبیق او د افغانستان بانک د پولي سیاست په اړه معلومات ورکړي او له هغوی سره یې پر ځینو اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته