فرهنګ

په هرات کې دتياتر هنرمندان وستايل شول .

کابل باختر د وري لسمه :
دهرات ولايت دتياتر دمديريت هنرمندان نن ددغه ولايت دټولنيزو چارو دمعاونيت له خوا وستايل شو .
دهرات ولايت دټولنيزو چارو معاونيت دوري دمياشتې داوومې ، دتياتر دنړيوالې ورځې په مناسبت دتياتر دمديريت يوشمير هنرمندانو ته ددوى دهڅو او هاند په درناوي  دستاينې  لوحې ورکړې .
دهرات  ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده  دتياتر  دنړيوالې ورځې له امله ددغې برخې هنرمندانو ته مبارکي وويله او دټولنې دواقعيتونو دبيانولو او دهېوادوالو په شوندو دموسکا دغوړولو  په لاره کې دهغوى بې سارې هلې ځلې وستايلې .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتياتر   مدير فريدون فکوري ددغه ولايت دتياتر په مديريت کې ديولړ ننګونو  او محدوديتونو دشتون په باب خبرې وکړې .
فکوري  دتياتر دپوهنځي  او دتياتر دنمايشاتو  دوړاندې کولو  دسالون جوړول ددغه مديريت اړتياوې وبللې اوپه دې برخه کې  يې دهرات دسيمه ئيزې ادارې دجدي پاملرنې  غوښتنه وکړه .
  دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيال ژمنه وکړه چې دغه مديريت ته دلازمو اسانتياوو دبرابرولو په لاره کې  دې جدي اقدامات وکړي .
ددغې غونډې  په پاى کې دهرات ولايت دتياتر  دمديريت يوشمير هنرمندانو ته دستاينې  لوحې ورکړى شوې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته