خبرونهاقتصادټولنه

د افغانستان بانک د (بېوزلۍ او هيلې) تر عنوان لاندې انځوريز نندارتون جوړ کړ

 کابل / د وري ۱۰مه / باختر

د افغانستان بانک نن د (بېوزلۍ او هيلې) تر عنوان لاندې د افغانستان د اسعاري زېرمو د خلاصون په موخه د کابل ښار په زرنګار پارک کې انځوريز نندارتون جوړ کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد وویل: د افغانستان بانک د هېواد مرکزي بانک په توګه چې د افغانستان د اسعاري زېرمو مدیریت په غاړه لري، دغه اسعاري زېرمې چې د افغانستان د خلکو مسلم حق دی، د آزادولو په تړاو د بېلابېلو لارو په کارولو سره هڅې کړې دي.

عبدالقدیر احمد زیاته کړه: که څه هم په دې برخه کې تخنيکي بحثونه هیله بخښونکي دي، خو دغه بحثونه د عمل په برخه کې تراوسه کومې حقیقي پایلې لري.

هغه څرکنده کړه چې د افغانستان بانک، د سړک پر سر د انځوریز نندارتون په جوړولو سره غواړي د افغانستان د خلکو غږ د انځور په ژبه نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالاتو ته ورسوي چې د افغانستان د اسعاري زېرمو مدیریت د افغانستان بانک په واک کې ورکړي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ډاډ ورکړ چې دغه بانک د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د نړیوالو منل شویو اصولو په اډانه کې چې له اسلام مبین دین سره په ټکر کې نه وي، د ښو مالي او بانکي اړیکو غوښتونکی دی.

هغه دغه راز له کورنیو او بهرنیو ټولیزو رسنیو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو شتمنیو د خلاصون لپاره، له افغانستان بانک او افغانانو سره په یوه غږ د بشرپالنې اصل ته په پام سره خپلې هڅې جاري وساتي.

د غونډې په پای کې مسوولینو، د افغانستان بانک د (بېوزلۍ او هيلې) نندارتون پرانیست او انځورونه له نږدې ولیدل.

په دغه نندارتون کې له ۱۵ ولایتونو څخه ۳۵  اخیستل شوي انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغو انځورونو کې د افغانانو د شتمنیو د ګنګل کېدو په دلیل، د افغانستان د خلکو پر ژوندانه د دغه کار ناوړې اغېزې انځور شوې دي.

دغه نندارتون تر نن مازیګره پورې د لیدونکو پر مخ خلاص دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا جمهوررییس جوبایډن د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۱۱مه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو له جملې څخه ۳.۵ میلیارده ډالره په افغانستان کې بشري مرستو ته او ۳.۵ میلیارده ډالره نور یې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوې.

د بایډن دغه پرېکړه په کور دننه او بهر کې غبرګونونه او اعتراضونه هم راوپارول.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته