سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې

کابل، د وري ۶مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له فرهنګي اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ‏په دې کتنه کې دواړو لوريو د فرهنګي اړیکو، لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو شريکولو، افغان محصلينو ته د ايران له خوا د تحصيلي بورسونو او د نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
‏د کتنې په پای کې، د ایران اسلامي جمهوریت تجارتي، کلتوري او لرغونو ځایونو ته پر لنډ مهاله سفرونو موافقه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته