امنیت

فراه ولایت ته د پروني تروریستي برید د پیښې د څیړنې لپاره یو هيئت و رسېد

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د حکم له مخې، د فراه په ولایت کې د پروني ترهګریز برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې د څیړنې او نغدي مرستې د رسولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په مشرۍ یوهيئت ، نن سهار دغه ولایت ته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
هيئت ته دنده سپارل شوې چې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د خواخوږۍ او همدردۍ د پیغام د رسولو او هغوی ته د ډاډګيرنې د ورکولو تر څنګ د غمشریکۍ په نیت، پینځه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته دې و رسوي او د روغتيايي ټیم له خوا د ټپیانو د درملنې لپاره دې هر اړخیز اقدام وکړي.
دغه راز هيئت دنده لري چې د فراه ولایت د څارنوالۍ د استازي په ګډون پرونۍ پېښه په هر اخیزه توګه وڅېړي او د خپلو موندنو رپوټ دې ډېرژر د جمهوري ریاست مقام ته وسپاري.
د دغه هيئت په ترکیب کې د عامې روغتیا وزیره ډاکتره ثریا دلیل، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالخالق فراهي، د سترې محکمې استازی مولوي مصطفی بارکزی، د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا د لوی ریاست د دفاع او امنیت د ادارې مرستیال برید جنرال جانان بارکزی او د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا  د دارالانشا د لوی ریاست د مکافاتو د ادارې مرستیال عبدالرشید مخلص شامل دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته