کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د روزګان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاري اغاولي قریشي سره وکتل.
د یادې کتنې په پیل کې قاري اغاولي قریشي د خپلو کاري چارو ترسره کړو کړنو راپور ورکولو ترڅنګ په دغه ولایت کې شته ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیر الله خیرخواه د نوموړي د کړنو او خدمتونو ستاینه وکړه او د ستونزو د حل او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.