خبرونهفرهنګTOPټولنهښوونه او روزنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له ۶۰ خصوصي پوهنتونونو او روغتیايي علومو له انسټیټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري له ۶۰ خصوصي پوهنتونونو او روغتیايي علومو له انسټيټونو سره د محصلینو لپاره د تخفیف اړوند هو کړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دغو هوکړه لیکونو له مخې به زرګونه ځوانان په بېلابېلو پوهنځیو کې په زیات تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو ته ور وپېژندل شي.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل چې موږ په هېواد کې داسې ډېر ځوانان لرو چې ښه استعداد او پوهه لري خو د مالي امکاناتو د نشتوالي په سبب له زده کړو پاتې کېږي.

قاري راشد همدا راز زیاته کړه چې ډېر ژر به په یادو خصوصي پوهنتونونو کې د فریلانسینګ مرکزونه هم پرانیستل شي چې محصلین به د زده کړو ترڅنګ ښه عواید هم ترلاسه کوي.

ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو او روغتیایي علومو مسؤلينو او استازو د ځوانانو چارو معینت څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د هر زار همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهتونونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته