Uncategorized

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو نوى معين معرفي شو

کابل / د لیندۍ ۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن د یوې غونډې په ترڅ کې، حاجي ملا فيض الله آخند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د نوي معين په توګه د دغه معینیت کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې ځوانان د ټولنې مهم قشر دی او د هغوی د ذهنونو د روښانولو او پرمختګ لپاره باید ډېر کار وشي او کاري زمینې ورته برابرې شي.
ملا خيرالله خيرخواه، همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې دندې په پوره صداقت، اخلاص او ايماندارۍ ترسره کړي او د هېوادوالو خدمت دې وکړي.
ملا فیض الله آخند چې د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس د ځوانانو چارو د معین په توګه ټاکل شوی دی، تر معرفي کېدو وروسته یې په رسمي ډول کار پیل کړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته