
کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په انجیل ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې د قضیې په تړاو یو تن نیول شوی او څېړنې ترې پيل شوې دي.
ن/ر