خبرونهامنیت

د اسلامي امارت ځواکونو يو داعش په پروان کې وواژه

 کابل/ د کب ١١ مه / باختر

د پروان امنیتي چارواکو پرون د چاڼیزو عملیاتو په بهير کې یو داعش وسله وال وژلی، یو تن یې  ټپي او بل یې نیولی دی.

د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند کامران حبيبي باخترآژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو    د پروان مرکز مندوي په سيمه کې د عملياتو په بهيرکې له داعشیانو سره نښته کړې چې په پایله کې یې یو داعش وژل شوی، یو ټپي شوی او یو نیول شوی دی.

حبيبي زياته کړه چې نيول شوى کس د داعش په ډله کې پر خپل غړيتوب اعتراف کړى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته