کابل، د زمري ۴ مه، باختر
په ننګرهار کې د خوارجو پر یوه پټنځي د استختباراتو د ځواکونو په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور نیول شوي دي.
په نیول شویو کې بهرنۍ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه عملیات پرون د جلال آباد ښار په مجبور آباد سیمه کې د خوارجو پر پټنځي ترسره شول.
د ننګرهار د استخباراتو یو خبرځای باختر آژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۳ تنه خوارج وژل شوي او د بهرنیو ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه نور نیول شوي دي.
خبرځای وویل چې د خوارجو په پټنخي کې د دغه برید په بهیر کې یو شمېر سپکې او درندې وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې نیول شوي کسان د کوم هېواد اتباع دي.
ع