امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بدخشان ولايت کې دملي  امنيت له  ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دبدخشان ولايت دملي امنيت  درياست يوه اړونده خبرځاى باختراژانس ته وويل   دمولوي نجيب الله  په سر ګروپى  وسله والو طالبانو دراغ ولسوالۍ  په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، په دې نښته کې دطالبانو وسلې اومهمات هم دملي امنيت دځواکونو لاسته ورغلي دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى  اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته