کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر
د آغاخان پرمختيايي بنسټ په بغلان کې له کووېډ- ١٩روغتون سره د څوکيو مرسته وکړه.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ باختر اطلاعاتي آژانس ته وويل چې د آغاخان پرمختيايي بنسټ له چتریو سره ٢٣ څوکۍ چې د روغتيايي لارښوونو او د کووېډ-١٩ ناروغۍ د وقايې د لارو چارو په شعارونو سر تزئينې شوې دي، مرسته وکړه.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم غفاري په بغلان کې د آغاخان پرمختيايي بنسټ د همېشنيو مرستو له امله مننه وکړه او دغه مرسته يې د ناروغانو د پايوازانو او په کرونا ويروس د اخته کسانو د ستونزو په حل کې مهم وبلله.
پاى \ ذ