امنیت

په نويوامنيتي پرمختياو کې دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې دوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٨ :
دوولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند کې  دملي اردو  دځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
  دملي اردو ځواکونو پرون  د وسله والومخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په  مقصد د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې دوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او شپږتنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې  يوه  اندازه جنګي وسايل او پوځي  تجهيزات  هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : درې تنه وسله وال  طالبان چې دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ  کې يې  دډاراچوونکو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو نيت يې درلود دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهېرکې ونيول شول او له هغوى څخه  يوه اندازه وسلې او مهمات او چاوديدونکي توکې هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته