کابل/ دکب٧مه / باختر :
دکرونا ويروس يوه ډيره خطرناکه ساري ناروغي ده چې په دې وروستيو وختو کې هېواد ته راغلى دى . او د هرات دخلکو دانديښنو سبب شوى دى .
په هېواد کې دکرونا ويروس دخپريدو مخنيوي لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي. په دې برخه کې دهرات دعامې روغتيا رياست او د طبي ټولنې رول د نورو همکارو او اړوندو بنسټونو په نسبت زيات تر سترګو کېږي .
په سرحدي سيمو کې د راستنېدونکو دقيقه معاينه، د ډاکترانو بشپړ چمتووالى، د معلوماتو اوپوهاوي ورکولو دپروګرامونو ترسره کول او پر کرونا ويروس دمشکوکواخته کسانو قرنطين کول هغه موارد دي چې په دغو ورځو کې په جدي ډول په هرات کې تعقيب کېږي .
په همدې برخه کې عالمانو، رسنيو، مدني بنسټونو او ملي اونړيوالو موسسو هم مټې رانغاړلې دي.
په هرات کې دکرونا ويروس له خپريدو وروسته د دغه ولايت دپوهنې رياست ښوونځي، ژمني کورسونه او ټولو روزنيزوموسسو ته لارښوونه کړې ده چې ددغه ويروس د زياتې پراختيا دمخنيوي لپاره له غونډو څخه ډډه وکړي او خپل مرکزونه دې ترراتلونکې خبرتيا پورې رخصت کړي .
دغه راز د هرات دعامې روغتيا رياست خلکو ته لارښوونه کړې ده چې له ګڼه ګوڼې ډکو سيمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
ختم_ ج _ اکرم