خبرونهامنیت

دوه طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي٤مه / باختر

دوه وسله وال طالبان پرون مازيګر له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.

د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د ترکمنيه په څلورلاره کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

رضايي زياته کړه په  دې نښته کې ٣ نوروسله وال طالبان ټپيان شول .

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته