کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه
تنه نجو نې دغور اوهرات په ولايتو نو کې ووژل شوې.
دلويديځ زون د پوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باختر ا ژانس ته وويل: ديوې شپاړس کلنې نجلۍ مړى دغور ولايت په دولت يارولسوالۍ کې په داسې حالت کې تر لاسه شو چې زندى کړى شوې وه دده دڅرګندونو له مخې : تر او سه پورې دانه ده مشخصه شوې چې دغې نجلۍ ځان وژلى دى او يا وژل شوې ده .
احمدي دپيښې علت کورني ستو نزې و بللې او زيا ته يې کړه چې تر او سه پورې دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
په يوه بله پيښه کې امنيتي مسولينو په هرات و لايت کې ديوې ځوانې نجلۍ د وژل کيدو خبر ورکړ.
چې دغه نجلۍ تيره شپه د ګر زي ولسوالۍ په دشت ګزر سيمه کې د خپل ورور له خوا دښکاري ټوپک په ډزو سره ټپي شوه خود ټپونو د ژورتيا له ا مله يې وروسته په روغتون کې سا ور کړه .
خبرځاى وويل چې ددغې پيښې علت معلوم نه دى اود نجلۍ ورورتښتيدلى دى .
دا په داسې حال کې ده چې په لويديځه حو زه (هرات ،فراه ، غور او بادغيس ، کې د بشر دحقوقو د خپلوا ک کميسيون په سا حوى دفتر کې دثبت شويو شميرنو له مخې دروان کال له پيل څخه تر اوسه پورې دښځو اونجونو پرخلاف د تاوتريخوالى يو سلو څلورنوي پيښې ثبتې شوي دي.