کابل، د وري ۳۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د زر شويي سیمې د داوطلبۍ په غونډه کې، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډای هېواد بللی او د کانونو د استخراج په برخه کې یې پر بشپړ اخلاص ټینګار کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې داوطلبۍ پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې کړې او ویلي دي: “افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډای هېواد دی؛ باید په پوره اخلاص او رښتنې توګه د کانونو د استخراج په برخه کې کار وکړو، ترڅو خپل هېواد د اقتصادي پراختیا او پرمختګ پر لور بوځو.”
په دې داوطلبۍ کې د ګډونوالو له جملې څخه فقیر محمد، د ۸۰۵ زره امریکايي ډالرو په قیمت سره د امام صاحب ولسوالۍ د زرشویي سیمه د اجارې په توګه د یو کلن رویالیټي ګټونکی اعلان شوی دی.