اقتصاد

دسوداګرۍ او صنايعو وزارت خبرتيا!

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دسوداګرۍ او صنايعو وزارت خبرتيا!
څرنګه چې دمالي کال پيل دمرغومى دمياشتې لومړى نيټه او پاى يې دبل کال دليندى دمياشتې وروستي نيټه ټاکل شوې ده له دې امله ټولو کورنيو او بهرنيو شرکتونو او دانفرادي تجارتي جواز ليکنو خاوندانو ته چې دخپل فعاليت جواز ليکونه يې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دجواز ليکونو دصادرولو له رياست څخه ترلاسه کړي دي خبر ورکول کيږي چې دخپل ١٣٩١ کال مالياتي اظهار نامې او دفعاليت او يا نه فعاليت بيلانس دې په مرکز کې دماليې وزارت دعوايدورياست ته او په ولايتونو کې داړوندو ولايتونو مسوفيتونو ته وړاندې کړي چې دبيلانس دنه وړاندې کولو ترجريمو لاندې ونه نيول شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته