سیاست

ددوديزې لويې جرګې غړو د خپلو سيمو ستونزې له جمهور رييس سره طرحه کړي .

 ددوديزې لويې جرګې  غړو دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې د خپلو سيمو ستونزې  طرحه کړي  او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دهغو  په حل کولو کې  پاملرنه وکړي .

   دجمهور رييس دويندوى دفتردباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ  ،  په دې کتنه کې  چې  نن له غرمي مخکې  دجمهوري رياست په مقر کې وشوه  او ددوديزې لويې جرګې  څه دپاسه  يو زرو دوه سوه تنو غړو  پکې ګډون کړي و  يو ويشتو تنو  په ايران  ، پاکستان، اروپا ، لويديځو ، شمالي ، جنوبي او مرکزي ولايتونو کې  د ميشتو افغان مهاجرينو او دغه راز د کوچيانو ، ښځو ، معلولينو ، معيوبينو او دځوانانو  په استازيتوب  خبرې وکړې .

  دوى  دلويې جرګې   دکار  نتيجې  او دهغوى  سلا مشوري  معقولي  او دافغانستان  په ګټه   وبللي  او په دې ترڅ کې يې   دلويې جرګې   د جوړونکو  دهڅو او هاند له امله  چې ويي کولي شول  دجوړولو زمينه يې په منظم ډول  مساعده کړي ،  قدرداني وکړه او دغه راز  دلويې جرګې او دهغي دغړو  دامنيت  په تامينولوکې يې  دامنيتي ځواکونو  دنه ستړي کيدونکو  خدمتونو له امله  قدرداني وکړه  .

 دلويې جرګې استازو دغه راز  د سړکونو ،  داوبو دبندونو او دروغتيايي کلينکونو دجوړولو ، دپوهنې او کرکيلي  دحالت په ښه والي  کې دحکومت  دزياتې پاملرنې  ،  دبن  په نړيوال کنفرانس کې  دولايتونو داستازو او دښځو دګډون  ، دمدرسو اوښوونځيو  دجوړولو  ،  دولايتونو ځوانانواو په ايران او پاکستان کې ميشتو مهاجرينو ته دتحصيلي بورسونو  دورکولو  ،  دبنديانو  د خلاصون  او دمواصلاتي لارو  دامنيت  په تامينولو کې  دحکومت  دزياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه .

   دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې ترڅ کې چې  د خپلو ولايتونو  او  سيمو  په اړوند دلويې جرګې دغړو  ستونزې  او وړانديزونه واوريدل   دچارو دادارې   او دوزيرانوشورا ددارالانشا  لوى رييس ډاکتر صادق مدبر ته يې  لارښوونه وکړه چې طرحه شوي غوښتنې او ستونزې  وليکي  او له غور اوڅيړنې وروسته دى  په دې برخه کې  لازم اقدامات  وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته