کابل باختر دزمري ١١:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست هيئت دتيرې شپې دتروريستي بريد له امله دشهيدانو له کورنيوسره دغمشريکي په مقصد تيره شپه دهرات ولايت ته ورسيد .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه هيئت چې داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دملي امنيت دشورا ددفتر دمعاونيت دسرپلټونکي ، دکورنيو چارو وزارت دستر امنيتي معين او دملي دفاع وزارت ، دملي امنيت دلوى رياست او داړوندو ادارو او دافغانستان دعالمانو اوروحانيونو دعالي شورا داستازو په ګډون دبيلابيلو ادارو استازي پکې شامل دي ، دشهيدانو له کورنيو سره وکتل او د جمهوري رياست دمقام او دملي امنيت دشورا دهمدردۍ پيغامونه يې دشهيدانو پاتې کسانو او دهرات خلکو ته ورسول .
دهرات والي محمداصف رحيمي له دغه هيئت سره په کتنه کې وويل دښمنانو ډير ستر ، دردونکي او زړه بوږ نوونکي جنايت ترسره کړ .
د ډار اچوونکو د ډزو او ځانمرګي بريد له امله ددوو ماشومانو په ګډون نهه ويشت تنه شهيدان او څلور شپيته تنه نور ټپيان شول . چې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت هم خراب دى .
داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دملي امنيت دشورا ددفتر دمعاونيت سرپلټونکي ډګر جنرال خداداد هزاره په دې غونډه کې دجمهوري رياست دمقام د ډاډګيرنې او همدردى مراتب اعلام کړ او ويې ويل چې دغه هيئت ددغه بريد بيلابيل اړخونه څيړي .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال مراد علي مراد هم دغه بريد وغانده .
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا استازي ددغه شان تروريستي پيښو دمخنيوي يوازنۍ لاره دخلکو همکاري وبلله . او دجمهور رييس دهمدردۍ او غمشريکۍ له امله يې قدرداني وکړه
دغه هيئت ددغې پيښې دشهيدانو د جنازو دوړلو په مراسمو کې ګډون وکړ او په روغتون کي يې دپيښې دټپيانو داحوالو پوښتنه هم وکړه .
0 1 دقیقه لوستل