ښوونه او روزنه

په ايبکو کې يوزرو درې سوه زده کوونکو ته ښه درسي زمنيه برابرېږي .

کابل / دتلې ٩مه / باختر :
دايبکو دلرغان دکلي دهلکانو ليسې دنوې ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو .
دسمنګانو دپوهنې رييس عبدالمتين سروري باختراژانس ته وويل چې دغه ودانۍ دسمنګانو ولايت له غيرمشروطې بودجې څخه د نهو ميليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت  په اته سوه مربع متره دولتي ځمکه کې په دوو پوړونوکې  په پاخه او اساسي ډول جوړېږي .
سروري زياته کړه چې په دې ودانۍ کې دولس درسي  او څلور اداري خونې ،لابراتوار ، دکنفرانس خونه ، دکمپيوتر خونه او نور اړين ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دزده کوونکو لپاره ددوه سوه شلوميزونو اوڅوکيو برابرول په دې بودجه کې شامل دي .
ويل کېږي چې همدا اوس کابو يوزرو درې سوه زده کوونکي په دې ليسه کې په زده کړې بوخت دى .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته