کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دهيواد دباسکټبال فدراسيون دملي ټيم انتخاباتي سيالۍ په کابل کې پيل کړې.
دهيواد دباسکټبال فدراسيون سکرتر جنرال غوث نيکبين نن دباختر آژانس خبريال ته وويل:- په دغو سياليو کې دبلخ ،سمنګانو ،هرات، هلمند، قندهار،غزني،باميانو،او ننګرهاردولايتونو ټيمونه او دهيواد له مرکز څخه ٤٠ ټيمونو ګډون لري چې د بدني روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې داتو ورځو لپاره لوبې کوي.
دنيکبين دڅرګندونو له مخې :- په پاى کې به اتلس تنه غوړه لوبغاړى دهيواد دباسکتبال دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي .
نيکبين زياته کړه :- چې دغه ټيمونه لوبې کوي چې په پرونيو لوبو کې دهرات بلخ او دهلمند دولايتونو او دکابل ښاروالۍ ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ